امنیت

شپږ تنه طالبان په سرپل کې ووژل شول .

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
شپږ تنه وسله وال طالبان   پرون  په  سرپل ولايت کې له   امنيتي ځواکونو سره  په وسله واله نښتې کې ووژل شول .
په  دې نښته کې دوه تنه طالبان ټپيان  شوي او يوبل طالب ونيول شو.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال  نورحبيب ګلبهارى باختر آژانس ته وويل جګړه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو د سرپل ولايت د  سوزمه قلعه ولسوالۍ دسپندساى کمپ په امنيتي پوستې بريد وکړ او دپوليسو له مقاومت سره مخامخ شول  چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، دوه تنه ټپيان او يوبل طالب ونيول شو .
ويل کيږي چې د طالبانو د ډلې يو سرګروپ مولوي  دين محمد هم په   وژل شويو کسانو کې شامل دى.
خبرځاى   زياته کړه   چې   په  دې نښته کې پوليسو او ملکي وګړو  ته زيان   نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته