اقتصاد

اقتصاد عالي شورا د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر د خصوصي سکتور پر چمتووالي بحث وکړ

کابل د کب ٢٣ مه باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا لومړۍ غونډه پرون مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفترباختراژانس ته خبر ورکړ:   په دې غونډه کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بېوزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهور ريیس فوق العاده استازي محمدیوسف  غضنفر، د کابینې غړو او خصوصي سکتور استازو هم حضور درلود، د اقتصاد عالي شورا مخکېنۍ تعیین شوې اجنډا لغوه او د کرونا  ویروس د احتمالي خپرېدو په خاطر پر تدابیرو او چمتووالي بحث وشو.
جمهور ريیس د سوداګرۍ خونې له استازو، سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د کرونا ویروس موضوع جدي  ونیسي او د باکیفیته درملو د تولید، خوراکي موادو او سون توکوپه برخه کې لازم چمتووالی ولري.       
هغه زیاته کړه: حکومت حاضر دی چې د باکیفیته خوراکي توکو او درملو د واردولو په برخه کې د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي.
همداراز د خصوصي سکتوراو سوداګرۍ خونې استازو وویل: د کرونا ویروس ګواښ یې جدي نیولی، د خلکو اړتیاوې یې تشخیص کړي او په دې برخه کې دهېواد له ټولو سوداګرو سره خبرې شوې دي او عملي اقدامات به ترسره شي. 
دوی وویل: حکومت باید د خلکو لومړنۍ اړتیا او اقدامات وپېژني او سوداګرو ته ترجیحي تعرفې په پام کې ونیسي.
په همدې ترتیب په غونډه کې د سوداګرو او پانګوالو پر امنیتي ستونزو هم بحث وشو. په دې اړه استاد سرور دانش وویل: د پانګوالو د امنیت د تامین کمېټه  تل په ټول هېواد کې د پانګوالو امنیتي ستونزې ارزوي  او له دې لارې هڅه کوي چې دغه ستونزې حل کړي.
هغه زیاته کړه: په دې برخه کې له هغو وروستیو ارزونو څخه  معلومېږې چې د اخاذي، بډې ورکولو او امنیتي ګواښونو په برخه کې د سوداګرو ځینې ستونزې جدي دي.
د جمهور ريیس دویم مرستیال وویل: یاده کمېټه د دغو ستونزو د حل په موخه د امنیتي ارګانونو او لویې څارنوالۍ په همغږۍ هڅه کوي او ترڅنګ به یې په لویو لارو او بندرونو کې د اخاذي پر ستونزو زیات تمرکز وشي.
هغه زیاته کړه: په ولایتونو کې د خصوصي سکتور ستونزې جدي دي او اړتیا  ده چې نوی حکومت د پالیسیو او پلانونو د بدلون او ایجاد په تمرکز د دغو ستونزو بنیادي حل پیدا کړي.
د هېواد جمهور ريیس محمد یوسف عضنفر او د چارو ادارې  لوی ریاست سرپرست  ته لارښوونه  وکړه چې په ټول هېواد کې له سوداګرو او پانګوالو سره ویډیویي غونډې جوړې کړي، ترڅو د هغوی پر ستونزو، احتیاطي تدابیرو او د کرونا ویروس د پراخېدو په صورت کې د لومړیو ضروري موادو پر چمتوکولو بحث وشي.
د جمهور ريیس لومړي مرستیال امرالله صالح وویل: د ټولو هغو هڅو باوجود چې حکومت له خصوصي سکتور سره د لازیاتې همغږۍ په خاطر ترسره کړي، خو لیدل کېږي چې  تراوسه هم په واقعي ډول خصوصي سکتور له حکومت سره مشترکه ژبه نه ده پیدا کړې، اړتیا ده چې پر یوې واضح مشخصې کار وشي، تر څو د خصوصي سکتور او حکومت واحده ژبه ایجاد او لازیاته همغږې رامنځته شي؛ همدارنګه د ستونزو  د حل بهیر چټکتیا ته زمینه برابره کړي.
د هېواد جمهورريیس وویل: پانګوالو ته په ښاري سکتور کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده او حکومت حاضر دى د لوړو پوړو ودانیو جوړولو په خاطر دولتي ځمکې  د دوی په واک کې ورکړي.
د هېواد جمهور ريیس په خصوصي سکتور کې پر ظرفیت جوړولو په ټینګاروویل: افغان حکومت په تېرو  پنځو  کلونو کې  وتوانېد  چې  د مرکزې اسیا له  هېوادونو سره ښې سوداګریزې اړیکې ایجاد کړي، خو خصوصي سکتور په دې برخه کې لازمه امادګي نه ده په ډاګه کړې.
جمهور ريیس غني څرګنده کړه، د افغانستان لپاره تر ټولو مهم سکتور زراعت دی او په دې برخه کې د شمېرو او ځنځيري ارزښت ارزونه او څېړنه شوی ده. نړیوال بانک سره مو هم خبرې کړې دي چې په دغه سکتور کې اغېزمنه پانګونه وکړي.
هغه زیاته کړه: اوس د برېښنا په برخه کې هر ډول پانګونې ته زمینه برابره شوې  ده او قانوني اساس هم ورته په پام کې نیول شوی دی.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته