ټولنه

وروستى اورښتونه په زابل کې هم زیات شمېر خلک زیانمن کړي دي

قلات باختر د کب ۱۲ مه
وروستى اورښتونه د زابل ولایت د مرکز قلات په ګډون د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې هم زیات شمېر خلک زیانمن کړي دي.
که څه هم د دغه ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې له لوري، له زیانمنو شویو کورنیو سره د لومړنیو مرستو د وېش لړۍ پیل شوې، خو د یادې ادارې مسوولین وايي چې یادې مرستې ټولو زیانمنو شویو کورنیو ته بسنه نه کوي.
د زابل ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس سمیع الله شهامت د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته ویلي چې د زیانمنو شویو کورنیو سروې یې پیل کړې، څو ټولو ته مرستې ورسوي، خو زیاتوي چې د زیانمنو شویو کورنیو شمېر زیات دی او شته مرستې ټولو کورنیو ته بسنه نه کوي.
شهامت له دولت څخه غوښتنه کوي چې ډيرژر امکانات په لاس کې ورکړي، ترڅو ټولو زیانمنو شویو کورنیو ته مرستې ورسوي.
په ورته وخت کې د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاء محمد حقبیان وايي چې، د سختو اورښتونو له امله د ولسوالیو لارې له مرکز سره تړل شوي دي.
حقبیان هم له دولت څخه غوښتنه کوي چې د زیانمنو شویو کورنیو لاس نیوی وکړي او ډيرژر ورته مرستې ورسوي.
که څه هم په مرکز قلات کې له یو شمېر زیانمنو شویو کورنیو سره د خیمو، کمپلو او د یو شمېر نورو توکو مرستې شوي، خو دوی هم له دولت څخه غوښتنه کوي چې په بېلابېلو برخو کې ورسره مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو ورښتونو له امله د یولس  ولایتونو د ولسوالیو لارې له مرکزونو سره تړل شوي، چې د ټولګټو له ریاستونو او په ځینو ولایتونو کې له ملي اردو او پولیسو سره په همغږۍ کې هڅې کېږي څو دغه لارې پاکې شي. پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته