امنیت

دپښتون زرغون دابتداييه محکمې رييس د طالبانو له منګولو څخه وژغورل شو.

کابل –باختر د غبرګولي دمياشتې ٢
دهرات ولايت دپښتون زرغون ولسوالۍ دابتداييه محکمې رييس چې درې ورځې مخکې تښتول شوى و دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې وژغورل شو.
دهرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيد روزي په يوه خبري غونډه کې د ده دخلاصون دجزيياتو په بيانو سره وويل : ددغې پيښې لومړيو شيبو څخه ګډو امنيتي ځواکونو دامنيت دامر سمونوال عبدالغني عمر زاد تر نظر لاندې عمليات په نظر وړ سيمو کې پيل کړل چې دتښتول شوي سړي دموندلو او خوشې کولو او دغه راز د اووتنو مشکوکو کسانو دنيول کيدو سبب شو .
دهرات ولايت امنيه قوماندان زياته کړه: په همدې حال کې دګذرې او د ادرسکن ولسواليو له سپين ږيرو ، مخورو او عالمانو سره خبرې وشوې چې په پاى کې دولايت دمقام دپرله پسې هلوځلو او دپراخو امنيتي تدبيرونو په نيولو سره دپښتون زرغون ولسوالۍ دمحکمى رييس قاضي رحمت الله دانسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد او کورنۍ ته يې وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته