اقتصاد

داسيا پرمختيايي بانک دمواصلاتي لارو دپراختيا لپاره له افغانستان سره مرسته کوي

کابل باختر د کب شپاړسمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت دماليې وزير ډاکتر عمر زاخيلوال  او داسيا پرمختيايي بانک  نن په افغانستان کې داقتصادي ودې دملاتړ او دمواصلاتي لارو او سړکونودجوړولو دښه والي په مقصد ددوه سوه شپږ ديرشو مليونو ډالرو په ارزښت  په مانيلا کې يوقردراد لاسليک کړ.
  باختراژانس دماليې وزارت له خوا دخپرې شوې مطبوعاتي اعلاميې له مخې خبر راکړ .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دماليې وزير ډاکتر عمر زاخيل وال ددغه قرارداد له لاسليک کولو وروسته وويل، سړکونه زموږ دپرمختيايي طرحو نه جلاکيدونکي برخې دي هغه ديو کليوالي اوسيدونکي دژوندانه په ټولو برخو ، په بازار دلاسبري  او په لري پرتو ښارونوکې داړتيا وړ په نورو مواردوکې حياتي رول لري .
  دماليې وزير دغه راز وويل، سړکونه دښاري سفرونو وخت لنډوى او له کورنيو او سوداګرو سره مرسته کوي چې لاپسې نږدې شي داسيا دپرمختيا بانک په مرسته اوهمکاري افغانستان کولى شي دسړکونو ٧٥٠کيلومتره شبکې جوړې کړي او پراختيا ورکړي چې داپه خپله په لنډ وخت کې  دسفرونو امکانات برابروي   سړکونه دواټن له پيوستون  څخه وړاندې دي کله چې افغانستان له خپلو منابعو څخه استفادې  ته ورسيږي دمواصلاتي  لارو دشبکې دپرمختيا، دپانګې اچونې دپروګرام په دويمه برخه کې داسيا له پرمختيايي صندوق څخه ١٧٦مليونه ډالره  ، دافغانستان له بنسټيز صندوق څخه شپيته مليونه ډالره او دافغانستان دحکومت له خوا نولس مليونه ډالره  بيل کړى شوي دي چې ديو سلو اته اتياکيلومترو په اوږدوالي دسيمه ئيزو اصلي  سړکونو دبيا رغونې او جوړولو لپاره به ولګول شي چې په دې ډول دي .
له سپيرې څخه  تر جلال اباد پورې يو سلو شپږ کيلومتره سړک ،  له چاه انجنير څخه تر کرشک پورې دري ديرش کيلومتره سړک له ښرنې  څخه تر انکورو اډې پورې  پنځوس کيلومتره سړک چې په ټوليزه توګه له ځينو ارتباطي  لارو څخه په لومړيتوب کې شامليږي او دغه راز کليدي  سړکونه به له پاکستان سره ونښلول شي .
په افغانستان کې داسيا دپرمختيا بانک رييس جوجي تاکاشي وويل په افغانستان کې سړکونه  ددغه هيواد داقتصادي  پرمختيا ډيره ضروري برخه  ده او افغانستان له ځمکنيو ستونزو او دوګړو دزياتوالي  له ستونزو سره مخامخ دى اوهم څرنګه چې افغانستان په وچې پورې اړوند هيواد دى سړکونه له ګاونډيو هيوادونو سره دافغانستان  دسوداګرۍ ډيره مهمه برخه بلله کيږي سربيره پر دې دحکومتوالۍ برخه پياوړي کوي او هم دسړک  دکنترول لپاره خاصه اداره او دسړک خاص صندوق به جوړ شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته