سیاست

حامدکرزى روسيې ته سفرکوي

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٧ :
په کابل کې د روسيې سفير نن د هېواد له پخواني جمهور رييس حامدکرزي سره په کتنه کې، ده ته روسيې ته د رسمي سفر بلنليک ورکړ.
د حامد کرزي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د روسيې سفير د روسيې د نړيوالو اړيکو د انستيتوت د رييس  ډاکتر ايګور ايوانوف رسمي بلنليک حامدکرزي ته ورکړ چې د روان کال د جون په مياشت کې د روسيې فدراسيون ته سفر وکړي چې دغه بلنه د حامدکرزي له خوا په قدردانۍ سره ومنل شوه او ژمنه يې وکړه چې په ټاکلي وخت کې به دغه هېواد ته سفر وکړي.
د يوبل خبرله مخې:
د انګلستان ملي موزيم غواړي چې د افغانستان د پخواني جمهور رييس حامدکرزي چپنه د دغه موزيم په آثاروکې ثبت او وساتي.
دغه ټکى (په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د مرکز) اجرائيه رييسې  ميرمن نانسي دوپري له حامدکرزي سره په کتنه کې څرګندکړ.
دغې ميرمنې چې نن يې له پخواني جمهور رييس سره وکتل او د انګلستان ملي موزيم ته يې د ده د يوې چپنې د ليږدونې په باب يې دانګلستان د ملي موزيم ليکل شوى پيغام حامدکرزي ته وړاندې کړ چې دغه غوښتنه د پخواني جمهور رييس له خوا ومنل شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته