سیاست

دکنراد ادناور دبنسټ استازي دبهرنيو چارو وزارت له معين سره وکتل .

کابل باختر د ليندى  دولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت دادارې او منابعو  معين ډاکتر نصير احمد انديشه دکنراد ادناور دسياسي نړيوال  بنسټ دبهرنۍ ، امنيتي اودبين المللي   همکاريو دبرخې له رييس نيلسن وارمر سره وکتل
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې ډاکتر انديشه دحکومتوالى  لوړو زده کړو او دمطبوعاتو په برخو کې ددغه بنسټ دفعاليتونو او همکاريو له امله قدرداني وکړه او دکابل پوهنتون ، دبهرنيو چارو وزارت دديپلوماسى   انستيتوت او دملي  راډيو تلويزيون په ګډون دافغانستان له اړوندو بنسټونوسره ددايمي همکاريو په پياوړتيا باندې ټينګار وکړ ،
وارمر  په افغانستان کې دخپلوهمکاريو په دوام باندې  په ټينګار سره ميرمن الينور زينويې په افغانستان  کې ددغه بنسټ داستازې په توګه دبهرنيو چارو وزارت معين ته  وروپيژندله .
دکنراد ادتاور بنسټ يو الماني بنسټ دى چې دحکومتوالى لوړو زده کړو او دغه  راز درسنيو په برخو کې له څو کلونوراپديخوا په افغانستان کې فعاليت لري او په عملي توګه له کابل  پوهنتون ، دبهرنيو چارو وزارت دديپلوماسۍ له انستيتتوت  او له ملي راډيو تلويزيون  سره همکاري کوي .
  ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته