امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
په پروان ولايت کې له وسله والو طالبانو سره د امنيتي ځواکونو په نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن بل ونيول شو .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر مسوول ډګرمن شيرين آغا د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ٢٠١ سيلاب قول اردو د دريمې پلې لوا د دويم کنډک منسوبينو پرون د پروان ولايت د شينوارى ولسوالۍ په مربوطاتوکې ددغې ولسوالۍ په اشتر ښار ساحه کې د ګزمې د اجرا کولو په وخت کې له وسله والو طالبانو سره په نښتې لاس پورې کړ چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن بل ټپي ونيول شو .
ډګرمن شيرين آقا زياته کړه چې د دغې پيښې په بهيرکې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته