-کابل / دثور ١٥مه /باختر :
دروزګان دمرکز ترينکوت ښار په ځينوسيمو د طالبانو دبريد طرحه ناکامه شوه
يرغلګرو تېره شپه مخکې له دې چې دغه بريد ته چمتو شي له ځمکې او هوا څخه تر بريدونو لاندې ونيول شول .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو هوايي اوځمکنيو بريدونو کې ٦ يرغلګر ووژل شول او ٣ نور ټپيان شول .
وسله والو طالبانوتراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ديوبل خبرله مخې،پوليسو دروزګان له ګڼ مېشتولارو څخه د٨ ماينونو په کشفولو سره ديولړچاودنو مخه ونيوله .
ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ