امنیت

په هرات کې ديوه ځوان ځان وژنه .

کابل باختر دسلواغې  نهه ويشتمه :
په هرات ولايت کې  يوه دوه ويشت کلن ځوان ځان وواژه .
دغه ځوان په نامعلومو دلايلو له مسموونکو درملو څخه  په استفادې سره  ځان وژلى دى .
  دهرات ښار دمرکزي روغتون  اداري مدير او وياند محمد رفيق شيرزي وويل  چې دعدلي طب  څيړنو ښودلې ده  چې دغه دوه ويشت کلن ځوان  دمسموونکو درملو په واسطه  سخت مسموم شوى  اووژل شوى دى.
  ددغه ځوان مړى  تيره شپه  د خپلوانو له خوا يې  له سپينې اډې  څخه دهرات ښار مرکزي روغتون ته وليږدول شو .
دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې  لسو تنو ښځو او ځوانانو په هرات کې په ځان وژنې لاس پورې کړي دي  چې شپږ تنه يې وژل شوي دي .
  شميرنې ښيي  چې په روان کال کې  دځان وژنې  له امله  دښځو په نسبت دنارينه و دځان وژنې  شمير زيات شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته