ټولنه

په سرپل کې د ۸۷۰ کرنیزې پروژې د عملي کولو کارپیل شو

سرپل د ثور ۳۰ باختر
په سرپل کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د ۸۷۰ پروژې عملي کارپرون پیل شو .
د سرپل د کرنې اوبولګولو او مالداری رییس محمد سلیم رنجبرباخترآژانس ته وویل چې د کرنیزو محصولاتود مدیریت د ۸۷۰ پروژې د عملي کولو کارددغه ولایت په مرکزاو ولسوالیو کې د بزګرانو او بڼوالانوپه لس ونډې سره د څه د پاسه ۳۷۹ میلیونوافغانیوپه لګښت د انکشافي شورا ګانوله لوري تطبیقیږي .
هغه زیاته کړه چې په دغو پروژو کې د ممیزو، د پیاز او پټاټې د زیرمې ، د میوو لپاره سړې خونې ، د سبو او د سره ممیزو د وچوولو د مرکزونو جوړول شامل دي چې په روان کال کې په دغه ولایت کې تطبیقیږي .
ددغو پروژو د کارپه پرانستلوکې ددغه ولایت سیمه ییزمسولانواو یوشمېربزګرانواو بڼوالانوکډون کړی وو ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته