سیاست

دسترې محکمې رييس په قضايه قوه کې دښځو مشارکت په زړه پورې وباله

کابل باختر د ليندي  ديارلسمه :
  دسترې محکمې  رييس قانونپوه سيد يوسف  حليم نن په افغانستان کې داروپا داتحاديې له سفير پيير مايا ودون او ددغې اتحاديې د سفير له مرستيال  ګورګي ګوننګام سره وکتل .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې لومړى دسترې محکمې رييس دافغانستان لپاره داروپا داتحاديې دنوي سفير دټاکل کيدو له امله مبارکي وويله او له افغانستان سره داروپا داتحاديې دمرستو له امله يې قدرداني وکړه او وروسته يې  دقضايه قوې  دلارې پرسر دپرتو چلنجونو  او خنډونو او دغه راز دبرياليتوبونو په باب خبرې وکړې او دقضايي   اصلاحاتو تطبيقي  پلان يې چې دقضايه قوې دراتلونکو پنځوکلونو لپاره طرحه شوى دى دمحکمو د ظرفيت  دلوړولو او په ښه توګه دقضايي  خدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې  يوښه فرصت وباله او په بيلابيلو ساحو په تيره بيا له اداري فساد سره دمبارزې په برخه کې يې داروپا داتحاديې دمادي  او تخنيکي  همکاريو رو ل مهم وباله .
دسترې محکمې رييس دغه راز په قضايه قوه کې دښځو   مشارکت  او رول په زړه پورې وباله او دسترې محکمې په کچه يې دماشومانو د قضيو دڅيړنې او دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي د جرمونو دڅيړنې دخاصو محکمو او ديوانونو دجوړولو چې ددغه قشر دقانوني ملاتړ څرګندوى دى يادونه وکړه 
وروسته داروپا داتحاديې سفير پيير مايان ودون   دافغانستان په قضايي  نظام کې دپرمختګونو له امله خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې داروپا اتحاديه په افغانستان ن کې دسولې او ټيکاو ملاتړي ده او دخپلو مرستو په دوام هودمنه ده چې دافغانستان قضايي نظام ته لازمې مادي او تخنيکي همکارى برابري کړي . ده زياته کړه چې اداري فساد نړيواله  ستونزه ده او داروپا اتحاديه به له دغې  پديدې سره دمبارزې په لاره کې  دافغانستان له عدلي اوقضايي  بنسټونو سره همکاري وکړي .
  ختم- عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته