کابل باختر د مرغومي شپاړلسمه :
په سوريه کې داحرار الشام دډلې مشر ابو راتب الحمصي ووژل شو .
باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ:داحرارالشام ډلې دخپل مشر دوژل کيدو خبر تاييد کړى دى .
ابوراتب الحمصي له يوې اوونۍ راپديخوا په سوريه کې دتروريستانو ديو موټي کولو لپاره هلې ځلې کولې .
ده داحرار الشام دډلې دقوماندان شيخ عمار الخضر او دالحوله دسيمې دپوځي قوماندان ابوبکر له وژل کيدو وروسته ددغې ډلې قوماندانۍ په غاړه اخستې وه . داپه داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ هم دجيش الاسلام په نامه ديوې بلې تروريستي ډلې مشر زهران علوش په سوريه کې ووژل شو . څلور څلويښت کلن علوش تيره اوونۍ دمشق ته څيرمه دروسيې دجنګي الوتکو په بريد کې ووژل شو
1 د یوې دقیقې څخه لږ