جلال آباد باختر دلړم دمياشتې ١٦ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې د يوه واټ د پخولو کار پيل شو .
دغه واټ د سلو مترو په اوږد والي او د شپږو مترو په سور د بهسودو ولسوالۍ د ملکه ثريا ليسې په وړاندې جوړ او پخيږي .
د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوال محمدصديق دولتزي باختر آژانس ته وويل: د دغه واټ د پخولو لګښت يو ميليون افغانۍ اټکل شوې دي چې د افغان يت د غير حکومتي بنسټ له خوا ورکول کيږي.
د بهسودو ولسوال وايي چې د دغه واټ د جوړولو په سلوکې لس لګښت د سيمې خلکو په غاړه اخيستى دى.
پاى سعيده ذ