ټولنه

حبیبې سرابۍ د سولې په راوستلوکې د ښځو د اجماع په رول ټینګار وکړ

نيلي/ باختر/ د تلې ۱۵مه
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیالې پرون د دایکنډي ولايت ته سفر وکړ.
د باختر آژانس د خبریال د خبرله مخې:
د سولې د عالې شورا مرستیالې حبیبې سرابۍ په نیلي ښارکې په یوې غونډه کې چې د دغه ولایت د ښځو په شتون جوړه شوه، د افغانستان د ښځو د ملي اجماع د جوړولو په باب خبرې وکړې او ويې ویل چې د دغې اجماع د جوړولو موخه سولې ته رسیدل دي چې د ښځو رول پکې غښتلى وي .
دې زیاته کړه: سوله او امنیت د ژوند یو اساسی رکن دی او د سولې په سیوري کې ښاریان ټولو آسانتیاووته په لاسرسۍ سره کولای شي ښه ژوند وکړي .
په دې غونډه کې د دایکنډي ولایت د ښځو چارو ریيسې ذکیې رضایي په خپلوخبروکې په دغه ولایت کې د ښځو د لارې پر سر ځینې پرتې ستونزې په ګوته کړې او ويي ویل چې بېوزلۍ، بېسوادۍ او وزګارتیا په دغه ولایت کې د ښځو له مهمو ستونزو څخه دي.
ختم/ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته