ټولنه

په لغمان کې په ۱۱۱ بې ځایه شويو کورنيو نغدي مرسته ووېشل شوه

مهتر لام باختر د مرغومې ۱۲ مه
په لغمان ولایت کې په ۱۱۱ داخلي بې ځایه شویو کورنیو د څه باندې دوو میلیونو افغانیو نغدې پيسې او دغه راز د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
دغه نغدي مرسته د (D C R) موسسې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام صاحب درې د کندګل سیمې په هغو کورنيو ووېشل شوې چې د ورستيو جګړو له امله بې ځایه شوې وې.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې، په برابره شوې نغدي مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ( ۱۸۰۰۰ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې، څو د اړتیا وړ لومړني توکي پرې واخلي.
بل لور ته بیا همدغو کورنیو ته د لغمان ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي د ادارې له لوري د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته هم ووېشل شوه.
په همدې حال کې  د لغمان د کډوالو چارو رییس انجینر شاکر الله شاکر ډاډ ورکړ  چې د مرستو دغه لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته