نيويارک اسوشتدپرس باختر د وږي دمياشتې ١٢
د ملګروملتو دسازمان د هغو ارقامو په ترڅ کې چې نوي يې خپاره کړي دي
د سوريې د دريمې برخې خلکو دمهاجرکيدو خبر ورکړى دى.
د اسوشتدپرس دخبري آژانس دخبرله مخې :
د ملګروملتو د سازمان يوه مقام پرون وويل چې د سوريې دکورنيو جګړو په بهير کې څه د پاسه پنځه مليونه تنه په دغه هيواد کې مهاجر شوي دي او دوه مليونه تنه نور ګاونډيو هيوادونو ته تښتيدلي دي.
په سوريه کې د ملګروملتو د سازمان دمهاجرت د آژانس استازي طارق کردي زياته کړې ده چې مهاجرينو ته اعلام شوې نړيوالې مرستې کافي نه دي .
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې په تيرو دوو کلونو کې په سوريه کې دبحران له پيل څخه تراوسه پورې څه د پاسه سل زره تنه د دغه هيواد په نا امنيو
کې وژل شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل