ټولنه

د عالمانو د سراسري شورا غړي: د جوماتونو له منبرونو څخه، د سولې غږ چې د اسلام د مقدس دين غوښتنه ده؛ پورته کوو

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٣٠
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني په هيوادکې د سولې د تامينولو د څرنګوالي په باب د خپلو سلامشورو په لړکې نن له غرمې مخکې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا له رييس او غړو سره وکتل.
د جمهورى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې مشورتي غونډه کې د هيواد جمهور رييس وويل چې ز موږ د ژمنو يو مهم ټکى دا و چې د ارګ او جومات ترمنځ واټن له منځه يوسو او له محترمو عالمانو سره د هيواد د ملي مسئلو او په تېره بيا په افغانستان کې د سولې د ټينګښت د څرنګوالي په باب لازمې مشورې وکړو.
جمهور رييس وويل چې په هيوادکې د سولې د تامينولو په لاره کې کيفي بدلونونه رامنځته شوي دي او انشاالله په هيوادکې به د سولې د ټينګښت لپاره شرايط د خلکو په مرسته او همکارۍ برابر شي.
وروسته د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا يوشمېر غړو دنورو په استازيتوب خبرې وکړې او په هيوادکې يې د سولې د تامينولو د څرنګوالي په باب يې خپلې نظريې څرګندې کړې.
درنوعالمانو، د جمهور رييس د مشورتي غونډو د پيل او په هيوادکې يې د سولې د تامينولو په لاره کې د ده اقدامات وستايل او ويې ويل چې په سوله کې خير دى او د جوماتونو له منبرونو به د سولې غږ چې د اسلام د مقدس دين غوښتنه ده؛ پورته کړي.
د دغو مشورتي غونډو په پاى کې پريکړه وشوه چې محترم عالمان دې خپل نظريې په ليکلي او په منسجم ډول د راتلوونکو اقداماتو لپاره جمهوري رياست ته وسپاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته