ټولنه

په غور ولايت د اووه پروژو کار پيل شو

کابل باختر د ليندي څلورمه
په غور ولايت کې نن د اوو پروژو کار پيل شو .
دغه پروژې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې څخه دپنځه سوه اووه پنځوسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت په چغچران ښار او ددغه ولايت دلعل او سرجنګل  په ولسوالۍ کې عملي کيږي.
دغور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي باخترآژانس ته وويل: په دغو پروژوکې د پلونو او پلګوتو او د استينادي ديوالونو جوړول شامل دي.
  ده زياته کړه چې ددغو پروژوکار په څلورو مياشتو کې بشپړيږي .
په همدې حال کې دبادغيس ولايت دکليو او دبياجوړولو پراختيا رياست مسوولين وايي چې په راتلوونکو ورځوکې به څو نورې عمراني پروژې هم په دغه ولايت کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته