کابل باختر د ليندي اوومه :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري نن دافغان هند په فرهنګي اوونۍ کې دګډون په موخه ديو هيئت په مشرۍ له کابل څخه نوي ډيلي ته روان شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، نوي ډيلي دلومړى ځل لپاره دافغان _ هند دفرهنګي اوونۍ نمانځوونکى دى .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دڅلويښتو تنو ليکوالو ، دموسيقۍ دهنرمندانو ، انځورګرانو ، خبريالانو اوددغه وزارت دفرهنګي اوونۍ دتخنيکي کميټې په ملګرتيا ددواړو هېوادونو دفرهنګي اوونۍ په جشن کې ګډون کوي .
هند او افغانستان زيات فرهنګي مشترکات لري او ددغه شان پروګرام جوړول ددواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي اړيکو دلازياتې ودې او پراختيا لپاره دفرصت برابروونکى بلل کيږي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ