-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر:
د پنجشير سيمه ييزو مسوولينو د دغه ولايت د عمومي سړک د بيا پرانستل کېدو خبرورکړ.
د باختراژانس د خبريال فياض رحيمي د خبرله مخې؛ دغه سړک د باران د اورښت او سېلاونو د راوتلو له امله نن سهار د ترافيکو پرمخ تړل شوى و .
د پنجشير د والي مطبوعاتي دفتر مسوولين وايي: دغه سړک د پنجشير او کاپيسا ولايتونو د فوايد عامې د رياستونو د هلوځلو په پايله کې د سالنګونو وسايطو له خوا بيا د ترافيکو پرمخ پرانستل شو.
د دغو سېلاونو له امله د اوبو لګولو په لسګونوکانالونه، پلګي، د برېښنا توليد کوچني دستګاوې او څو جريبه زراعتي ځمکه هم ويجاړه شوې ده.
ختم _ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ