فراه – باختر دورږې دمياشتې ٦
وسله والو طالبانو دتيلو د ټانکرونو شپږ تنه چلوونکي شهيدان کړل او پنځه ديرش ټانکرونه يې له منځه يوړل .
په فراه ولايت کې تيره شپه د ناټو په نفتي توکو بار ټانکرونو دوسله والو طالبانو دبريد له امله شپږ تنه چلوونکې شهيدان اولس تنه نوريې ټپيان شول .
په دې بريد کې دناتو په نفتي توکو بار پنځه ديرشو ټانکرونو اور واخست او له منځه لاړل .
د ناتو د ټانکرونو کاروان د هرات – قندهار په لويه لاره کې دريدلې وو ، چې دطالبانو له خوا راکټي بريد پرې وشو .
دفراه دوالي ونيدوي عبدالرحمن ژوندي باختر آژانس ته وويل چې په دې راکټي بريد کې ددغه کاروان دشپږو ټانکرونو چلوونکي شهيدان اولس تنه نوريي ټپيان شول .
ژوندي تاييد کړه چې په دې پيښه کې د ناټو د ځواکونو په تيلو بار پنځه ديرشو ټانکرونو اور واخست .
په همدې حال کې په فراه ولايت کې د يو روغتيايي مرکز ډاکترانو د دغې پيښې
د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله.
عيني شاهدان وايي چې اورلګيدنې دتيرماښام له اوو بجو څخه تر نن سهار پورې دوام درلود.
0 1 دقیقه لوستل