ټولنه

دجوزجان دچاپيريال ساتنې مسوولان په دغه ولايت کې دهواپه پاکولو کې هڅه کوي

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر :
دجوزجان دچاپيريال ساتنې اداره په پام کې لري دشنو کمربندونو په جوړولو سره په دغه ولايت کې دچاپيريال ساتنې له ککړتيا څخه مخنيوي وکړي .
دجوزجان دچاپيريال ساتنې  رييسې خجستې  قيام تلاش دباختراژانس  خبريال ته وويل چې ،جوزجان  يوله هغو ولايتونو څخه دى چې دکرنيزې اوبو څخه محروم دى اودا ددې سبب شوى دى چې شنه  ساحه اوځنګل ونه لري  .
دې زياته کړه  چې  په همدې دليل موسومي تند بادونه ددې  سبب شوي دي چې ددغه ولايت اوبه او هوا ککړه شي او ددغې ستونزو لرې کولو لپاره يوازنۍ  لاره دشنو کمربندونو جوړول دي او نن په  تخنيکي  او مسلکي انستيتوت  کې دچاپيريال ساتنې په برخه کې دتياتر دننداروپه ترسره کولو سره رونيز او تبليغي  پروګرام ترسره شو .
ختم_ سعيده _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته