ټولنه

د هېواد په ختیځ کې څه د پاسه لس زرو کورنیو ته د لمریزې برښنا کڅوړې ورکول کېږي

جلال اباد باختر د کب د میاشتې ۲۰ مه
د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې څه د پاسه لس زرو کورنیو ته د لمریزې برښنا کڅوړې ورکول کېږي.
ځايي چارواکي وايي چې په یاده ولسوالۍ کې « د افغانستان د کلیودبيا پراختیا لپاره د دومداره انرژي پروګرام» له خوا د ۱۰ زرو دوه سوه شپږ پنځوس کورنیو سروې ترسره شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، د دغې سروې د تدارکاتي چارو له بشپړیدو وروسته به په یاده ولسوالۍ کې په څه د پاسه لس زرو کورنیو د لمریزې برښنا کڅوړې وویشل شي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د ننګرهار ولایت د لسو ولسوالیو له ډلې د دوربابا او ګوشتې ولسوالۍ د سروې چارې هم بشپړې شوې دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته