امنیت

خوستیان خپلو سرتېرو ته مینه او وینه ورکوي

کابل / د چنګاښ لومړۍ / باختر
په خوست کې مدني فعالان، مېرمنې او ځوانان وايي چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او په هر ډول شرایطو کې به ترې ننګه او ملاتړ وکړي.
دوی وايي چې د پخوا په پرتله اوس افغان ځواکونه پیاوړي شوي دي او کولای شي د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په خپلواک ډول دفاع وکړي.
په خوست کې مدني فعال سپین روان نورزی وايي: د امنیتي ځواکونو برکت دی چې خوستیان په آرام چاپېریال کې ژوند کوي.
هغه زیاتوي: موږ د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو، مینه او وینه ورکوو او ترڅنګ یې ولاړ یوو.
په همدې حال کې خوستۍ مېرمن شګوفه وايي چې افغان امنیتي ځواکونو بې شمېره قربانۍ ورکړې چې لا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
مېرمن شګوفې زیاته کړه چې په هر ډول شرایطو کې د خپلو امنیتي ځواکونو ننګه او ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغان ځواکونو د ټولو افغانانو باور زیات شوی دی، نو ځکه د نظام د پایښت او د جمهوریت د ساتنې لپاره د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته