سیاستخبرونهفرهنګTOPښوونه او روزنه

ملا خيرالله خيرخواه: ځوانان باید د دښمنانو په پوچو تبلیغاتو و نه غولېږي او د هېواد په پرمختګ او آبادۍ کې خپل مسئوليت ادا کړي

کابل، د مرغومي ۷مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه، نن په کابل کې د «فريلانسېنګ تخصصي پروګرام» د فارغانو په فراغت‌غونډه کې، پر ځوانانو غږ وکړ چې د دښمنانو په پوچو تبلیغاتو و نه غولېږي او د هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې دې خپل مسئوليت ادا کړي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست، د هېواد او هېوادوالو پر وړاندې د ځوانانو مسئولیتونو ته په اشارې سره وویل چې ځوانان بايد خپل فکرونه د قيادت، ترقۍ او د هېوادوالو د خدمت لپاره عيار کړي او خپلې تحصيلي او کاري وړتياوې دې لوړې کړي.
هغه ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد د ځوانانو د ښه راتلونکي لپاره کار کوي او د کار، تحصيل، ظرفيت لوړولو او نورو برخو کې د هغوی ملاتړی دی.
په همدې حال کې، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ الحديث مولوي نداء محمد نديم په خپلو خبرو کې، ځوانان د ټولنې مهم قشر وباله او ویې ویل چې ځوانان په ټولنه کې لوړ حيثيت او اهميت لري؛ نو بايد د هېواد او هېوادوالو د ښېرازۍ په لاره کې خپل مکلفيتونه په ښه ډول ترسره کړي‌.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد، د هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې د ځوانانو پر رول خبرې وکړې او ویې ویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره، په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو ستونزو ته تر ډېره بريده رسيدګي شوې او په دې برخه کې هڅې دوام لري.
هغه زیاته کړه چې افغانستان ډېر تحصيل يافته ځوانان لري او دا د حکومت دنده ده چې هغوی ته د کاري زمينو برابرولو او ظرفیتونو لوړولو لپاره کار وکړي؛ په همدې موخه د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د ځوانانو چارو معینیت هڅې روانې دي.
په ورته وخت کې، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس مولوي غلام حيدر شهامت، په هېواد کې د فقر پر عواملو او د دې شومې پديدې په له منځه وړلو کې د ځوانانو پر نقش خبرې وکړې او ویې ویل چې اسلامي نظام هڅې کوي له بېلابېلو لارو په استفادې سره، په هېواد کې د فقر جرړې وباسي؛ خو په دې برخه کې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د تحصيل يافته ځوانانو هڅو ته اړتیا ده.
د غونډې په دوام، د یاد پروګرام یو تن استاد نصیر احمد، د «فریلانسېنګ» د ښېګڼو او ډولونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په نړۍ کې د «فریلانسرانو» شمېر د زیاتېدو په حال کې دی او اوسمهال د نړۍ ۳۶ سلنه بشري قوه د «فریلانسر» په توګه کار کوي.
د هغه د معلوماتو له مخې؛ امریکا هر کال په اوسط ډول د فریلانسېنګ (آنلاین کار او تجارت) له لارې ۱.۲ تریلیون ډالر عواید لري او شاوخوا ۶۴ میلیون کسان په دې برخه کې کار کوي.
د غونډې په بهیر کې، څو تنو فارغانو په خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو له معینیت څخه د دغه شان پروګرام د جوړولو په خاطر قدرداني وکړه او د «فریلانسېنګ» په برخه کې یې د لا ډېرو ځوانانو د روزنې غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې خپلې تجربې او لاسته راوړنې شریکې کړې.
د غونډې په وروستۍ کې، مسئولینو د «فريلانسېنګ تخصصي پروګرام» پر فارغانو تصدیق‌پاڼې او ډالۍ ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې د فريلانسېنګ (آنلاین کار او تجارت) لومړنی درې میاشتنی تخصصي پروګرام د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له خوا د ځوانانو د اقتصادي پرمختګ په موخه ترسره شو چې په کې د هېواد اوو ولایتونو لپاره ۴۴ مسلکي استادان د «آنلاین تجارت» په مهمو برخو کې روزل شوي دي.
ټاکل شوې دغه پروګرام د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شي، ترڅو ځوانانو ته د اقتصادي پرمختګ زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته