سیاست

د جمهوري ریاست مطبوعاتي اعلامیه

 کابل باختر د وري د مياشتې ۸ مه
د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په دې وروستیو کې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اړوند نهرسراج سیمه کې د ښځو په ګډون د یو شمېر ملکي وګړو پر شهادت د ژورې خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته د یادې پېښې د دقیقې او هر اړخیزې څېړنې او د قربانیانو کورنیو ته د عاجلې رسیدګي لارښوونه وکړه.
جمهوررئیس غني د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته د نظامي عملیاتو پر مهال د لا زیات دقت او د ملکي تلفاتو د مخنیوي دستور ورکړی او په ټینګار سره یې ویلي چې ملکي تلفات د زغم او منلو وړ نه دي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته