سیاست

بین الوزارتي غونډې د انکشافي پروګرامونو د پرمختګ او تطبیق پر څرنګوالي بحث وکړ

 کابل/ د غویي ٩ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ بین الوزارتي غونډه پرون مازیګر په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د انکشافي پروګرامونو د پرمختګ او تطبیق پر څرنګوالي بحث او خبرې وشوې.
غونډې اړوندو وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د انکشافي پروژو او برنامو د پرمختګ په برخه کې په همغږي ډول عمل وکړي.#
پاى/ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته