امنیت

دشينډنډ دوروستي تروريستي بريد دعاملينو په نيولو ټينګار وشو .

کابل باختر د غبرګولي   شلمه :
دهرات والي محمد اصف رحيمي  په شيندنډ ولسوالۍ کې دپروني  تروريستي بريد دټپيانو دپوښتنې په ترڅ کې  ددغه تروريستي بريد دعاملينو په پيژندلو ، نيولو او سزا ورکولو ټينګاروکړ .
  وسله والو تروريستانو پرون  دشينډنډ ولسوالۍ  د سلطان اباد په جومات کې په يوشيمر  لمونځ کوونکو بريد وکړ  چې له امله يې  دوه تنه لمونځ کوونکي شهيدان او اووه تنه نور ټپيان شول .
  ددغه تروريستي بريد ټپيان دهرات ښار مرکزي روغتون ته   ليږدول شوي دي او تر جدي څارنې او درملنې لاندې دي .
  دهرات والي  ددغه تروريستي بريد دشهيدانو له کورنيو سره  خواخوږي او غمشريکي وکړه او له ډاکترانو او روغتيايي مسوولينو څخه يې وغوښتل چې  د ټپيانو ددرملنې په خاطر له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي .
  ديوبل خبرله مخې ،  دپاى منار ها  دتروريستي بريد يو ټپى  له دولتي مقاماتو څخه له ډار اچوونکو سره دجدي چلند غوښتنه وکړه .
  دوه ورځې مخکې وسله والو تروريستانو دپاى منار ها په ساحه کې په يو زرنج موټرسايکل  اور لرونکي  توکي وغورځاوه  چې د پنځو تنو  ملکي وګړو دسختې سوځيدنې سبب شو .
  له بده مرغه  ددغې  پيښې  يو تن ټپي دزياتې سوځيدنې له امله په روغتون کې مړ شو خو څلور تنه نور له درملنې وروسته رخصت شو . 
دهرات والي  ددغه تروريستي بريد له يوتن ټپي سره دکتنې په ترڅ کې  چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دى  دغه تروريستي بريد دافغانستان دخلکو ددښمنانو کار وباله او ددغې پيښې  په جدي  څيړنې  ټينګار وکړ .
  ختم_ ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته