کابل باختر دسلواغې اووه ويشتمه
دمشرانو جرگې رییس او اداري هيئت په خواشینۍ سره خبرترلاسه کړی دی ، چې د ننګرهار ولایت ولایتي شورا غړې انګېزې شینواری ، چې څو ورځې وړاندې د هېواد او اسلام ضد جنایتکارانو له خوا په یوې بمي چاودنې کې سخته ټپي شوې وه وفات شوې ده ارواښاده انګېزه شینواري نه یوازې ښه او پیاوړې ښوونکې ، د مدني ټولنې فعاله غړې او له رسنیو سره همکاره وه ، بلکې د روان کال په انتخاباتو کې د ننګرهار ولایت ولایتي شورا ته هم بریالۍ شوې او دهمدې شورا غړیتوب یې هم ترلاسه کړی ؤ . دې د خپل عمر ډېره او د پام وړ برخه، د خپل هېواد او په ځانګړې توګه دننګرهار ولایت خلکو ته دخدمت په لاره کې وقف کړې وه .
دمشرانو جرګې رییس او ددې مجلس اداري پلاوی او دارالانشاء ، دلوی خدای ( ج ) له دربار څخه اروښادې ته دفردوس جنت هیله کوي او کورنۍ ته یې د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او دا جنایت په کلکه غندی چی نا مرده دشمنان پر یو ښځې باندی داسی له شرمه ډک تروریستي عملونه تر سره کوي.
1 1 دقیقه لوستل