ورزش

د فيروزې ټيم دجدول په سرکې ځاى ونيوه

کابل – باختر دلړم ديرشمه
د فيروزې د فوټبال ټيم ديوڅلويښتو امتيازونو په لرلو سره، دکابل ښار دغوره ليک دسياليو دجدول په سرکې ځاى ونيوه.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د رسنيو مسول احمدشاه ساير باختر آژانس ته وويل: دغه سيالۍ چې دکابل ښار دنولسو ټيمونو ترمنځ دګول پروژې په ډګرکې ترسره شوې؛ تراوسه پورې د فيروزې ټيم د٤١ امتيازونو له لرلو سره ددغو سياليو دجدول په سرکې ځاى لري.
ساير زياته کړه: ددغو سياليو په دوام پرون مازيګر دجوانان ميهن ټيم له خاور ټيم سره او دشعاع ټيم له د يونايتد سادات له ټيم سره لوبې وکړه چې لومړۍ لوبه د دوو په مقابل کې، په څلوروسره دجوانان ميهن په ګټه او دويمه لوبه د يوې په مقابل کې په دوو سره ديونايتد سادات په ګټه پاى ته ورسيد.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته