افغان تجارتي صندوق چې د بريتانيا د نړيوالې پرمختيا مو سسې يوه مهمه پروژه ده ، ددې زمينه برا بره کړې ده چې خصوصي برخه وړيا مرستې ترلاسه کړې
د باختر د ا طلاعا تي ا ژانس د خبريال د خبر له مخې : په هغه خبري کنفرانس کې چې په همدي مقصد د افغا نستان دسودا ګرۍ او صنايعو د خو نې د کنفرا نسو نو په سالون کې جوړ شوى و افغان تجارتي صندوق يو تفاهم ليک ددغې خو نې په تخنيکي همکاري سره ددغې پرو ژې دپرمخبيولو په مقصد لاسليک کړ .
دسو دا ګرۍ او صنايعو د خو نې د عا مل هيئت رئيس محمد قربان حقجو په دې غونډه کې وويل: د هيواد د خصوصي برخي يوه ستره ستو نزه په ما لي منابعو نه لاس بري دى چې د خصوصي سکتور د نه ودې سبب شوى دى ، خو اوس به ددغه صندوق په همکاري نه يوا ځى پا نګه اچو نه لاره و مو مي بلکي په هيواد کې به د کار مو ندلو اوبي وزلۍ د کمښت سبب شي
ددغه صندوق دسو دا ګرۍ اوصنايعو له خونې سره د خصوصي سکتور په پرا ختيا ژمن دى ، موږ در ښتينو پا نګه والو دترقي په لاره کې د هغه د فعاليتو نو له ا مله مننه کوو