ټولنه

د هېواد د شمال حوزې ځوانانو د سولې په بهیر کې د خپل رول غوښتونکي شول

مزار شریف/ د ثور/ ۱۶/ باختر
د هېواد د شمال حوزې ځوانانو په یوې غونډه کې د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلام کړ او د سولې په بهیر کې د ځوانانو د رول غوښتونکي شول .
د باختر اژانس د خبرله مخې، د هېواد د شمال یو شمېر ځوانانو په یوې غونډه کې د سولې له بهیر څځه خپل ملاتړ بیان کړاو په هېواد کې د جګړې له زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړه .
د غونډې مسوول محمد بلخي د دغې غونډې موخه په هېواد کې د سولې په راوړلو کې د ځوانانو د نظريو راټولول او په هېواد د سولې په ټينکښت کې د ځوانانو د رول بیانول وبلل.
او ویی ویل چې هېواد د بحران او جګرې په حال کې دی څرنګه چې ځوانان په جګړه کې رول لري باید په سوله کې هم ګټور رول ولري .
یوبل ګډون کوونکى مرتضی صمیمي له ښکیلو لورو وغوښتل چې ډیر ژر سوله وکړي او د ځوانانو رول د سولې په بهیر کې په پام کې ونیسي څکه د جګړې دروند بار د ځوانانو په غاړه دی.
د دغې غونډې په پای کې یو پنځه ماده یيز پریکړه لیک ولوستل شو چې په هغه کې په هېواد کې د جګړې یوازینۍ د حل لاره خبرې اترې بیان کړې .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته