سیاست

محمد يونس قانوني بهرنيو جګپوړو ميلمنو ته هرکلى ووايه .

کابل باختر دوري اوومه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني  نن سهار دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې دايران داسلامي جمهوريت جمهور رييس حسن روحاني ته چې ديوجګپوړي هيئت په مشرۍ  کابل ته راورسيد هرکلي ووايه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په داسې حال کې چې دبهرنيو چارووزير ضرار احمدعثماني ، دکابل والي عبدالجبار تقوا ، کابل ښاروال محمد يونس نو انديش ،په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت سفير غلام رضا بهرامي ، دجمهوري رياست دلومړي معاونيت ددفتر رييس محمد يوسف اعتباراو يو شمير جګپوړي دولتي چارواکي حاضر وو ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه او هيله يې وکړه چې په کابل کې ددوى داتسوګنې ورځې په سلامتيا او خوشحالي  سره تيرې شي .
دغه راز دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن له غرمې مخکې دکابل په نړيوال  هوايي ډګر کې دپاکستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ممنون حسين اوملګري هيئت ته يې هرکلي ووايه  .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دپاکستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس اوملکري هيئت ته يې   دهرکلي په ترڅ کې  هغوى ته په افغانستان کې دخوښئ اوخوشحالي  دوختونو هيله وکړه .
ټاکل شوې ده دايران داسلامي جمهوريت او دپاکستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييسان اوملګري هيئتونه يې دنوروز دنړيوال جشن د نمانځنې په مراسموکې چې په کابل کې  پرځاى کيږي ګډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته