امنیت

يو پوځي افسر په بدخشان کې شهيد شو

 کابل / د وري ٢١مه / باختر
يو پوځي افسر پرون په بدخشان کې شهيد شو.      
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني باختر آژانس ته ويل: د بدخشان د نسي درواز ولسوالۍ په مرکز کې د پوځي کميسارۍ قوماندان ډګروال حکيم بيک په دې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د درندو وسلو په ډزو کې شهيد شو.
هغه زياته کړه: په پېښه کې ډګرمن عبدالقدوس، د کومانډو او ملي اردو دوه سرتېري هم ټپيان شول.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته