نړۍ

په خيبرپښتونخوا ايالت کې د مليشو طالبانو وژل کيدل

پيښور دي نيوز انترنشنل   باخترد  ثور دمياشتې  ١٨ :
دخيبر پيښتونخوا ايالت د ورکزوايجنسى په قبايلي سيمه کې دپاکستاني پوځيانو په عملياتوکې نهه تنه مليشه طالبان ووژل شول او درې پټنځايونه يې دړې وړې شول .
باخترآژانس دپاکستان د ډى نيوزانترنشنل ورځپاڼې د انترنتي سايټ له خولې خبر راکړ: دغه عمليات د ورکزو په مموزو سيمه کې ترسره شول اوله امله يې نهه تنه مليشه ووژل شول او درې ودانۍ چې طالبانو کارولې؛ ويجاړې شوې دي.
ديوبل خبرله مخې: د هغې چاودنې له امله چې نن د خيبر ايجسنى د تحصيل  جمرود په ناحيه کې وشوه؛ د شاه جي ګل په نامه دملي اسامبلې د انتخاباتو په يو کانديد بريد وشو، خو دغه کانديد په دې پيښه کې روغ رمټ پاتې شوى دى.
سبادپاکستان دملي اوايالتي اسامبلو انتخاباتو دکمپاين وروستۍ ورځ اعلام شوې ده او ټاکل شوې ده د راتلوونکې شنبې په ورځ انتخابات پيل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته