ټولنه

په پنجشیر کې لسګونو کورنیو د مرستې انډي ترلاسه کړل

بازارک / د غبرګولي ٢١ مه/ باختر
په پنجشیر کې نن پر لسګونو بې وزلو کورنیو د مرستې انډي وویشل شول.
د باختراژانس د سیمه ییز خبریال فیاض رحیمي د خبر له مخې، دغه انډي د ولسي تړون تر نامه لاندې د بیړنیو مرستو د پروګرام په چوکاټ کې د پنجشیر د والي د مرستیال محمد امین صدیقي، د ولایتي شورا د مرستیالې راحلې او د دغه ولایت د سیمه ېیزو ادارو د ريیسانو په حضور کې پر بې وزلو کورنيو وویشل شول.
په دغو انډیو کې اوړه ، وریجې، غوړي، لوبیا او صابون شامل دي چې دعنابې او رخې ولسوالیو په مربوطاتو کې پر ١٦٠ کورنیو ووېشل شول.
د پنجشیر د والي مرستیال د مرستې د وېش پر مهال وويل چې ورته مرستې به په نږدې راتلوونکي کې د دغه ولايت په نورو ولسواليو کې هم پر بې وزله کورنيو ووېشل شي.
سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته