ټولنه

دنهو ښارونو پرمختيايي طرحه سيالۍ ته وړاندې شوه

کابل باختردلړم دمياشتې ١١ :
دسيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې دمزارشريف ، ميدان ښار ، قندهار ، هرات ، جلال اباد ،  کندز، غزني ، پل علم  او دچاريکارو دښارونو پرمختيايي طرحه سيالۍ ته وړاندې کړې ده .
دباخترآژانس دخبرله مخې  : په دې اړوند دسيمه ييزو ارګانونو  په خبرپاڼه کې ويل شوي دي  :په   دغې سيالۍ کې   ددغوښارونو اوسيدونکي دټولنيز موقعيت په پام کې نيولو پرته کولاى شي ګډون وکړي.
دسيمه ييزو ارګانونو اداره په دې باور ده  چې دښارونو دپرمختيايي طرحو تدوين  داوسيدونکوله خوا له يوې خوا په ښارونو کې  داستوګنې دپروګرام  جوړولو په برخه کې  دښارونو داوسيدونکو نظر شريکوي اوله بله پلوه  دښې  حکومتوالۍ په برخه کې يوبل مهم ګام اخستل کيږي .
دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې دپاليسۍ اودتخينکي چارو مرستيال فريدماموند زى  د ادارې د دغه تصميم په باب وايي  غواړو ددغه پروګرام له لارې   ښاريانو ته دمسووليت حس او په ښارونو کې اوسيدونکو ته دمالکيت حس ورکړو. په داسې حال کې چې پخوا دښارونولپاره دپرمختيايي پروګرامونو دتدوين په مقصد  دخلکو  نظريو ته  ناڅيزه پاملرنه کيده .
دښارونو په پرمختيايي طرحو کې دښې  حکومتوالۍ رامنځته کول ،.  دخدمتونو دوړاندې کولو دبهېر ښه والى ، دتقنيني مواردو  ، لايحو ، قوانينو او پاليسو تنظيم  ، دښارونو اقتصادي پرمختيا ،  دعوايدو  اودمالي مديريت لوړول ، دبنسټونو پرمختيا او دظرفيتونو  دلوړولو مسلې شاملې دي  چې دمنلو وړ ګرځي .
دسيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره ددغو نهو ښارونو  اوسيدونکو ته اعلاموي چې خپلې طرحې دې  دروان کال  دلړم دمياشتې  تر ٢١ نيټې پورې  ددغه ايميل  په پته  )   proposals a gdma.gov.af)  شريکې کړي .
دښارونو دپرمختيايي طرحو دراټولولو اوڅيړنې په مقصد  دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې له خوا  خاص تخنيکي هيئت موظف کيږي  چې له  هر ښار څخه دليږل شويو طرحو له  جملې څخه ، درې طرحې  انتخابې  او له جمهوري رياست سره يې شريکې کړي .
په پاى کې  دجمهوررييس له څيړنې وروسته يوه طرحه دښاردپرمختيايي رسمي طرحې په توګه انتخابيږي اوطراح يې دجمهوررييس له خوا ستايل کيږي.
دافغانستان په تاريخ کې  دا لومړى ځل دى  چې هر هېوادوال ته فرصت ورکول کيږي  چې دخپل ښار دحالت دښه والي په خاطر خپله برابره شوې طرحه له حکومت سره شريکه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته