امنیت

په بګرام کې چاودنه وشوه .

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٢ :
دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ په  خان آقا کلي کې نن سهار چاودنه وشوه.
دبګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي اودپروان ولايت دامنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر  دغه خبرتائيد کړ.
دباختراژانس د خبرله مخې :  چاودنه  نن سهار هغه وخت وشوه چې دبهرنيو ځواکونو يوه ګزمه له سيمې څخه تيريده .
ويل شوى دى چې چاودنه دايښودل شوي ماين له امله وه چې له لري واټن څخه کنتروليده.
سيمه ييزو مسوولينو تائيد کړه  چې په دې پيښه کې يوې پوځي واسطې ته يوڅه زيان رسيدلى دى خوداحتمالي تلفاتو په باب يې خبرنه دى ترلاسه شوى.
ديوبل خبرله مخې :
په پروان ولايت کې نن دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دنښتې له امله دطالبانو يوقوماندان له يو وسله وال طالب سره ووژل شو اوڅوتنه نورټپيان شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته