سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

مسکو ریښتیا وایي

تبصره:

زه له شاوخوا ٢٠١٧ زیږدیز کال څخه راهیسې کابل او ځینو ولایتونو کې ګرځم راګرځم او په دغې موده کې مې د خپل وطن د حالاتو په اړه بېلابېل موضوعات راسپړلي، خبرونه او راپورونه مې پرې جوړ کړي او تر خپلو لوستونکو، لیدونکو او اورېدونکو مې رسولي.

دغو موضوعاتو کې یوه هم په هېواد کې د نشه یي توکو کاروبار او په پراخه کچه د هغو استعمال و، چې څو ځلې مې پرې راپورونه جوړ کړي.

یو ځل مې مدیر راته وویل، چې د نشه یې توکو پر روږدو راپور جوړ کړم، ماهم کار پیل کړ، د کابل کوټه سنګي او لږ ور وړاندې پل سوخته سیمې د نشه یانو مشهور پنډغالي وو، چې که مبالغه راڅخه ونه شي، نو زرګونه نشه یانو دغو سیمو کې ناسته ولاړه کوله.

ما د خپل راپور د برابرولو لپاره پل سوخته سیمه وټاکله، هلته یو ځوان روږدي راته وویل، چې مواد ورته یو تور لنډکروزر کې سپاره کسان ورسوي او پولیس ورته رڼې رڼې ګوري، یو بل روږدي راته زیاته کړه، چې یو پولیس یې ملګری دی او هر وخت، چې وغواړي، مواد ورته رسوي، نو خبره داده چې دا ډول ډېر مثالونه شته، چې تېر حکومت بلکل له نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې اراده نه درلودله او شل کاله یې په دغې برخه کې جعلي مبارزه تش د موږکانو اتڼ وو، چې نه یې سر معلوم وو او نه بیخ.

خو د اسلامي امارت لوی مشر امیرالمومنین شیخ هبة الله حفظه الله په یو فرمان سره وکولی شول، چې هېواد کې د نشه یي توکو کر، تولید او کاروبار بند او په دغې برخه کې د نړیوالو اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.

تازه د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمتري مېدوېدوف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان کې د اسلامي امارت حکومت توانېدلی په ډېر کم وخت کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري، هغه څه چې د امریکا له ملاتړه برخمنې د جمهوریت ادارې په خپله شل کلنه دوره کې ونه شو کړای.

هو که جمهوریت جدي مبارزه کړې وای، نن به میلیونونه ځوانان، پېغلې، ماشومان او نور په نشو نه روږدي کېدل او افغانستان ته به په دغې برخه کې بد نوم نه ورکول کېده، خو دا یو ستر حقیقت دی، چې د نشه یي توکو په کاروبار کې خپله د جمهوریت د واکدارانو غواګانې لنګې وې او غوړپ غوړپ شیدې یې ترلاسه کولې.

باید ووایم چې دا د اسلامي امارت لپاره د هېواد تر فتحې وروسته یو بل لوی بری او لاسته راوړنه ده، چې د نشه یي توکو د داسې یو لوی کاروبار مخه یې نیولې او په یو قوي عزم سره یې په دغې برخه کې د نړیوالې مافیا مخه ونیوله او دغه راز یې میلیونونه ځوانان او نور هېوادوال له دغه مرګوني شر څخه خلاص کړل.

اوس پکار ده، چې اسلامي امارت د نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې په خپل دریځ ټینګ ودریږي او لا ډېر کار وکړي، چې د دغه شر ریښې په بشپړ ډول داسې له منځه یوسي، لکه څنګه یې چې هېواد ته د راغلیو ۴۸ هېوادونو د شر او فساد اهداف شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته