کابل _ باختر دکب ديرشمه :
دبدخشان ولايت سيمه ييزو امنيتي ځواکونو ددغه ولايت په وردوج ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد شنډ کړ او څو تنه يې ووژل .
دبدخشان ولايت دعملياتي همغږۍ د مرکز قوماندان جنرال محمد اسحق تمکين دباخترآژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو په هغو دوو نويو پوستوچې په غنينو او سرپل برارا په کليو کې جوړې شوې وې؛ په بريد پيل وکړ چې د امنيتي ځواکونوله مقاومت سره مخامخ شول او يرغلګر وسله وال طالبان بيرته ددغوکليو شاوخوا غرونو ته وتښتيدل .
تمکين زياته کړه چې دغه نښته دشپې په نهو بجو پيل او ترناوخته پورې يې دوام درلود او وروسته يرغلګرو وتښتيدل .
د وردوج ولسوال دولت محمدخالد ددغې ولسوالۍ له مرکز څخه دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دطالبانو يرغل په شاتمبول شوى دى او هغوى ته د سر زيان هم اوښتى دى .
0 1 دقیقه لوستل