ټولنه

تبصره

کابل باختر دلړم ديرشمه :
دافغانستان دولت دکارموندلو داسې پراخ پروګرام  ترلاس لاندې نيولى دى چې دهغه له مخې به زموږ په زرګونوتنه هيوادوال دکاراوکسب خاوندان شي اوپه دې ترتيب به په هيوادکې ډيره ستره ټولنيزه ستوتره چې وزګارتياده تريوې اندازې پورې کمښت ومومي .
دباخترآژانس مبصرليکي : جمهوررييس غني په دې وروسيتووختوکې ديولړرسمي مراسمو په ترڅ کې دکارموندلوملي پروګرام اعلام کړچې ددغه پروګرام اصلي موخه خلکوته دنويوکارونودزمينوبرابرول دي .
دملي وحدت دحکومت دمشرانوله خبروڅخه جوتيږي چې دکارموندلودنوي پروګرام په چوکاټ کې دکرکيلې ، بڼوالۍ ، داوبورسولوسيستم دښه والي اوپرمختيا په کليوالي سيموکې دسړکونواو واټونودجوړولو،دژوندانه دچاپيريال اودښارونودتنظيف اوپاکولوپه برخوزيات نمزکزشوى دى .
دغه پروګرام په لومړي ګام کې ٤٧٠٠ کلي اوپه راتلوونکي کې پنځلس زره کلي ترپوښښ لاندې نيسي .
دغه رازددغه پروګرام له مخې : دافغانستان په دننه کې دبريښنا توليد دوه برابره کيږي چې په راتلوونکودولسومياشتوکې دهيواد په اوولسوولايتونوکې داوبوبريښنا دتوليد اوولس بندونه جوړپږي چې يواځې په دې پروژه کې به پنځه ويشت زره تنه دکارخاوندان شي .
جمهورريس غني    دکارموندلو  دملي پروګرام  دمعرفي کولو په وخت کې  ټينګار وکړ چې په بنسټيز ډول داقتصادي  ستونزو دحل کولو په موخه بنسټيز اصلاحي اقداماتو ته اړتيا ده چې په دغه شان اصلاحاتو کار دوام لري .
ديادونې وړ ده چې په هيواد کې دکارموندلو پروګرام په داسې حال کې معرفي کيږي چې افغانستان دامنيتي  ستونزو تر څنګ له سترو اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ دى .
نن ورځ يو زيات شمير افغان پناه غوښتوونکو  نورو هيوادونو ته دسفر ملاتړلې ده .
مهم دليل يې دکار نشتوالى او اقتصادي ستونزې بللې دي او اوس د افغانستان دولت په هيواد کې  دوزګارتيا دبحران دحل کولو په لټه کې  دى او دکارموندلو ملي پروګرام په دې لاره کې لومړۍ حرکت دى.
لکه څنګه چې مقامات وايي په دې  پروګرام کې په لومړي ګام کې  دکرکيلې سکتورته پاملرنه شوې ده .
  افغانستان د ځمکې او اوبو دزياتو منابعو اوسرچينو  په لرلو سره لاتراوسه پورې هم بدوي کرکيله لري او کال په کال يوه زياته اندازه کرنيز او دبڼوالۍ محصولات  دبازار دنشتوالي او دهغو دساتنې لپاره د ځاى دنشتوالي او له بهر څخه افغانستان ته دزياتې اندازې کرنيزو محصولاتو او ميوو واردات ددې سبب شوي دي چې په هيواد کې کرکيله ناوړه حالت ولري او کروندګر اوبڼوال  په خپلو کروندو اوبڼونو کې دکارپرځاى نورو کارونو ته مخه وکړي  اويا هم دخپل ژوندانه دچارو دپرمخبيولو  لپاره ښارونو ته مخه وکړي .
  ددغو ستونزو تر څنګ دمواصلاتي لارو او واټونو نشتوالى ددې سبب شوى  دى چې کرنيز او دبڼوالۍ محصولات دتوليد په ساحو کې پاتې شي او بازار ته ونه رسيږي .
که چيرې هغه څه چې وويل شول عملي شي له بڼوالو اوکروندګرو سره ملاتړ وشي دهغوى محصولاتو ته بازار پيداشي، له شک پرته نه يواځې بڼوالو او کروندګرو ته دکار زمينه برابريږي بلکې دهغوله لارې دخلکو نورو قشرونو ته هم دکار زمينه برابريږي .
دغه راز نن ورځ ښاروالۍ  دپرسونل له کمښت سره مخامخې دي او دښارونو دپاکولو بهير ډير کمزورى دى ددغې مسئلې په باب  ددولت تمرکز هم کيداي شي اغيزمن وي په نورو هيوادونوکې دښارواليو تر څنګ خصوصي سکتور هم په دې برخه کې فعال دى که چيرې دغه چلند په افغانستان کې هم مروج شي زموږ ګڼ شمير هيوادوالو ته دکار زمينه  برابريږي .
په همدې ترتيب افغانستان په نورو برخو کې هم نورې ستونزې لري  نن ورځ په افغانستان کې داستفادې وړ بريښنا زياته برخه  وارداتي ده اوکال په کال  له ملي پانګې څخه په مليونونو ډالره بهر ته ليږدول کيږي که چيرې په هيواد کې  دبريښنا توليد او پراختيا ته پاملرنه وشي نه يواځې  موږ دخپل هيواد لپاره له موجودو ظرفيتونو او امکاناتو څخه استفاده  کوو بلکې  دبريښنادشبکو په پراختيا سره زموږ ګڼ شمير هيوادوالو ته دکار زمينه برابريږي  او په هيواد کې دبريښنا دتوليد داوولسو نورو بندونوجوړول کيداي شي  يوښه زيرى وي .
  هغه څه چې کولاى شي دکارموندلو دملي پروګرام  تحقق باوري  کړي ددغې پروژې دمالي لګښت  شتون دى .
دولتي مقاماتو ويلي دي چې ددغه پروګرام دعملي کولو لپاره لازمې پيسې  بيلې شوي دي .
اقتصادي کارپوهان په دې ترڅ کې چې ددولت ددغه حرکت هرکلى  کوي هيله لري چې دملي وحدت دحکومت مشران دغه پروګرام  خلکو ته بيان کړي چې دهغه په تطبيق او عملي کولو باور او اعتماد زيات شي او دولت په خپله دسړوخونو په جوړولو له لومړي لاس څخه دکرنيزو محصولاتو په پيرودنې او په مشخصو مواردو کې دسب سايدي  په منلو سره کولاى شي  دغه پروګرام پياوړي او دعملي کيدو زمينه يې برابره کړي .
دغه راز تحصيلي بنسټونوته ضروري ده چې دفني او حرفوي  زده کړو دمرکزونو اوکورسونو دزياتوالي په فکر کې واوسي اومسلکي ښوونځي زيات کړي تر څو يو زده کوونکي کله چې فارغيږي  يوکسب او يا يوفن زده کړي که چيرې دکارموندلو پروګرام لکه څنګه چې معرفي شو  عملي شي له شک پرته به په هيواد کې دهغو کسانو شمير کم شي چې دپناه غوښتنې په فکر کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته