اقتصاد

دمالیې وزارت ملت ته د حکومت حساب ورکولو ملي پروګرام تر عنوان لاندې د ۱۳۹۷ مالي کال لاسته راوړنې او ۱۳۹۸ مالي کال پلانونه له خلکو سره شریک کړل

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ٢١
د مالیې وزارت مالي معین زاهد همدرد، نن ملت ته د حکومت حساب ورکولو ملي پروګرام تر عنوان لاندې د مالیې وزارت د ۱۳۹۷ مالي کال لاسته راوړنې او د۱۳۹۸ مالي کال پلانونه د حکومت درسنیو په مرکز کې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې له ولس سره شریک کړل.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي.
پروګرام د افغانستان داسلامي جمهوریت د جمهوررييس جلالتماب محمد اشرف غتي، په پیغام او د عامه اړیکو او ستراتیژۍ په چارو کې د جمهوري رياست د عالي مقام ستر سلاکار وحید عمر په خبرو پیل شو او زاهد همدرد، د دې کنفرانس له لارې د ۱۳۹۷ مالي کال د عوایدو په وضعیت، د خلکو د لومړيتوب، اغېزمنتوب او ګټورتوب په پام کې نیولو سره د پراختیایي بودیجې په لګښت، اصلاحاتو پلي کول، سیستم جوړونه، له فساد سره مبارزه، په عوایدي سرچینو کې د اصلاحاتو پلي کول، د اقتصاد عالي شورای په کړنو، دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو او سیمه يیز اتصال، له مرسته کوونکو سره د اغېزمنې همغږۍ او اړیکو په ټینګولو، د مالي ځان بسیاینې په ستراتېژۍ او د مالیې وزارت د١٣٩٨ مالي کال د پلانونو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
همدرد، اطلاعاتو ته د لاسرسي او له هغو څخه د مالیې وزارت ملاتړ تر څنګ وویل:" د ۱۳۹۷ مال کال بودجې سند کې هدف ۱۷۲ میلیارده افغانۍ ټاکل شوی وو، چې له نېکه مرغه مالیې وزارت د همدې مالي کال تر پاى پورې وکولی شول ۱۸۹ میلیارده افغانۍ را ټولې کړي، چې د ملې بودجې سند ټاکل شوي هدف په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي او د مخکني حکومت په پرتله۹۰ سلنه زیاتوالی ښیي. همدا شان د مالیې وزارت پراختیایي بودجې لګښت له ۴۴ سلنې ۹۵ سلنې ته لوړ شوی."
د مالیې وزارت مالي معین زیاته کړه: " له سیمې او نړۍ سره د اقتصادي اړیکو پراختیا زموږ له موخو څخه ده، چې موږ د ۵ میاشتو په اوږدو کې وکولی شول، د انرژۍ، رېل کرښې، سوداګرۍ، پانګونې او ګمرکونو په برخه کې دسيمي له هېوادونو سره پنځه پروتوکولونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړو، همدا شان مو وکولی شول جینوا کنفرانس په بریا سره ترسره کړو."
د مالیې وزارت مالي معین زیاته کړه:" ځان بسیاینې ته د رسېدو ستراتېژې مو چمتو کړې، چې په پلي کېدو سره به یې تر ۲۰۲۵ کال پوري ۸ میلیارده ډالرو عوایدو، تر ۲ میلیارده امریکایي ډالرو د صادراتو حجم او تر ۲۰۲۴ کال پوري د ناخالصو تولیداتو ۸ سلنه ودې ته لاسرسی ولرو او موږ ځینو ستراتېژیکو موخو ته د رسېدو او ځان بسیانې ته د خوځښت لپاره د مالي چټکتیا ( د حکومت د پانګونې) یوه بسته  چمتو کړي ده."
همدا شان همدرد، د ځینو ستونزو او په لاره کې پرتو خنډونو یادونه وکړه او د حل لارو چارو ته یې اشاره وکړه. د کنفرانس په پای کې د خبریالانو پوښتنوته ځوابونه وویل شول.
د یادونې وړده، د حکومتي بنسټونو له لوري ملت ته د ځواب وینې په تړاو، د جمهوررييس، د حکم پر بنسټ او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون دویمې مادې له مخې ټول وزارتونه او خپلواک بودیجوي واحدونه مکلف دي، چې د مطبوعاتي کنفرانسونو له لارې خپلې لاسته راوړنې او راتلونکې پلانونه له ملت سره شریک کړي او د خپلو کړنو راپورونه د ټوليزو رسنیو له لارې منعکس کړي.
پاى-فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته