جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې ١٩ :
په ننګرهار ولايت کې له دوه سوه اړوکورنيو سره مرسته وشوه .
په دغو مرستوکې خوراکي توکي شامل دي چې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنيدونکو د چارو د ادارې او د مرستندويو بنسټونو له خوا په اړوکورنيو وويشل شول.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو چارو د ادارې يوه اړونده خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې له ٢٠٠ اړو کورنيوسره دخوارکي توکو مرسته وشوه .
له بلې خوا ننګرهار ولايت ته له پاکستان څخه له سلګونو راستنو شويوکورنيو سره مرسته وشوه .
دغه مرسته د مرستندويو بنسټونو له خوا برابر شوې وه چې نغدي پيسې او خوراکي توکي پکې شامل وو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ