امنیت

په هرات کې دانسان تښتونې په تور دپنځو تنو مجازات .

کابل باختر دسلواغې يو ويشتمه :
دوه تنه  دانسان تښتونې  په تور دهرات دښاري   محکمې له خوا  په مجازاتو  محکوم شول .
دهرات دښاري  ابتداييه محکمې  کورني اوبهرني امنيت پرخلاف  دجرمونو ديوان په علني قضايي غونډه کې چې ددغې محکمې درييس قضاوتمند محمد شعيب  ابراهيمي  او دقضايي هيئت تر رياست لاندې جوړه شوه بيلابيل دوسيې تر څيړنې لاندې ونيول شول چې په نتيجه کې دوه تنه چې دهرات ولايت دغوريانو ولسوالۍ دشهر اباد په مربوطاتو کې  څه موده مخکې  يوسړى يې تښتولي و د امنيتي ځواکونوپه هلوځلو  سره ونيول شول او په لومړنيو تحقيقات کې يې په خپل جرم اعتراف  وکړ او په پنځه کاله  تتنفيذي  بند په مجازاتو محکوم شول .
ديوبل خبرله مخې ، درې تنه دانسان تښتونې د قضيو په تور دهرات ولايت دښاري محکمې له خوا په پنځلس   کلونو تنفيذي  بند په مجازاتو محکوم شول .
دښاري ابتداييه محکمې د کورني اوبهرني امنيت پرخلاف جرمونو دديوان دعلني قضيو په غونډه کې چې دښاري محکمې رييس قضاوتمند  محمد شعيب  ابراهيمي  تر رياست لاندې  جوړه شوه دانسان تښتونې  په دريو قضيو کې د څلورو تنو دوسيې د قضايي هيئت ترڅيړنې لاندې ونيول شوې .چې په نتيجه کې درې تنه په پنځلسو  کلونو تنفيذي  بند په مجازاتو محکوم شول . او بل سړى بې ګناه  وپيژندل شو او په پاى  کې  دغو محکومينو ته تفهيم شو چې ددوى دبند په موده کې داستيناف  غوښتنې حق محفوظ  دى .
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته