ټولنه

يوې دوه ويشت کلنې ښځې ځان وواژه

کابل باختر دمرغومي  اته ويشتمه :
په دايکنډي ولايت کې يوې دوه ويشت کلنې ميرمنې ځان وواژه.
د سيمه ئيزوچارواکو دڅرگندونوله مخې دغه ميرمن د دووماشومانو مور او د دايکنډي ولايت د ميرا مور ولسوالۍ اوسيدونکې وه چې دکورني تاوتريخوالي له امله يې په ځان وژنې لاس پورې کړى دى.
د دايکنډي ولايت د ميرامور ولسوالۍ سرپرست سيد محمد هاشمي باختر آژانس ته وويل: د دغې ميرمنې مړى روغتون ته ليږدول شوى او پيښه د څارنوالۍ او د پوليسو د هيئت له خوا څيړل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته