سیاست

هغه نوماندان چې غير قانوني تبليغات کوي د شکايتونو کميسيون ته معرفي کيږي

کابل باختردتلي دمياشتې ١١ نيټه :
د هغو نوماندانو لست چې غير قانوني تبليغات کوي، د انتخاباتي شکايتونو له کميسيون سره شريک کيږي چې له هغوى سره قانوني چلند وشي .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د کابل ښاروالۍ فرهنګي رئيس سيد مصطفی سعيدي وايي: د ښاري خدمتونو د محصول د قانون پر بنسټ هيڅوک حق نلري په عامه ځايونو، دولتي ساحو، نومول شويو لوحو، د برښنا په ستنو، هغه ونو او شنو ساحوکې انتخاباتي تبليغات ترسره کړي.
سعيدي له نوماندانو څخه غوښتنه کوي چې له قانوني لارې دې تبليغات وکړي.
دى زياتوي: هغه کسان چې د قانون جوړولو څوکۍ ته ځانونه کانديد کړي او دغې څوکۍ ته له تلو مخکې قانون ترپښو لاندې کوي، ښه او قانوني راتلوونکي ته په هيله پاتې نه شي .
له نږدې یوې اوونۍ را په دیخوا نوماندان خپلې انتخاباتي مبارزې پيل کړې دي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته