کابل باختر دچنګاښ شپږمه :
د امريکا د دفاع وزارت وياند وايي: امريکايي ځواکونو په وسله والو طالبانو څو هوايي بريدونه کړي دي .
د باختر آژانس د خبر له مخې:
د ملي دفاع وزارت وياند ويلي دي چې امريکا د افغانستان د جنوب په ځينو سيموکې د طالبانو د ځپلو په مقصد د ځانګړو ځواکونو د کارولو لومړى پړاو عملي کړي دي او په طالبانو يې څو هوايي بريدونه کړي دي.
د امريکا د دفاع وزارت وياند يترکوک ويلي دي چې د امريکا د جمهور رييس له خوا د دغو صلاحيتونو له تاييد وروسته د امريکا پوځيان په د افغانستان د وسله والو ځواکونو سره د جګړې په ډګرونوکې ښه ملاتړ وکړي.
دى زياتوي: دغه بريدونه د هغو عملياتو يوه برخه ده چې هدف يې افغان پوځيانو ته د لارښود اغيزمنتوب دى چې موږ د هغوى د ځواکمن کولو په حال کې يو.
د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي: موږ په عملياتوکې د امريکا ملاتړ ته اړتيا لرو چې بايد له موږ سره مرسته وکړي چې د ډار اچوونکو ځالي ډير ژر دړې وړې شي. خو د پوځي چاروکارپوهان د طالبانو د ځپلو په برخه کې له افغان ځواکونوسره د امريکايي پوځيانو ملاتړ يواځنې لاره ده چې کولاى شي په ډيرې آسانى سره سيمې کمزوري او له منځه يوسي.
0 1 دقیقه لوستل