ټولنه

دحاجي دین محمد په مشرۍ د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړو د حل کمیسیون جوړ شو

کابل_باختر_ د ثور د مياشتې ١٥ مه:
د حاجي دین محمد په مشرۍ او د اسدالله وفا او استاد محمد اکبري په مرستیالۍ د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړو د حل کمیسیون جوړ شو.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغې غونډه کې چې له همدې امله نن مازیګر په ارګ کې جوړه شوې وه، لومړى د جمهور رئیس حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي د دغه کمیسیون د جوړېدو په باب د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني فرمان ولوست.
په دې فرمان کې راغلي: کمیسیون موظف دی چې د درېو میاشتو په موده کې د کوچیانو د ملکیت سندونه وڅېړي، په ټولو سیمو او ولایتونوکې د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړې وړ املاک تثبیت اود کوچیانو د سندونو د تائید او د هغوی د ملکیتونو د تثبیت په صورت کې دې د کوچیانو د ځمکه والۍ لپاره د حل لاره وړاندې کړي.
وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني خبرې وکړې، وې ویل: دا مسئله د کوچیانو او هزاره ګانو مسئله نه ده، دا یوه سراسري افغاني مسئله ده او سراسري افغاني حل غواړي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې افغانانو په هېواد کې د اوږدې جګړې له امله ډېر مصیبتونه لیدلي دي، موږ غواړو چې د هغوی په ټپونو د ملهم پټۍ ولګوو ترڅو د افغانستان ټول خلک دا حکومت خپل حکومت وګڼي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د دغه کمیسیون رئیس او غړو ته لارښوونه وکړه چې د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړې وړ اساسي ستونزې په دقیقه او هر اړخیزه توګه وڅېړي او د بنیادي حل لارې لپاره دې خپل ځانګړي وړاندیزونه د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته