امنیت

په پکتيکا کې دوسله والوطالبانو دډلې د دريوتنوجګپوړوقوماندانانو وژل کيدل

ښرنه باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٨ :
په پکتيکاولايت کې د نويو هوايي بريدونوله امله د وسله والو طالبانو د ډلې درې تنه جګپوړي قوماندانان ووژل شول.
په دغو ډار اچوونکو نن سهار د ارګون ولسوالۍ په  مربوطاتوکې ډزې وشوې.
دپکتيکا ولايت دپوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې د وسله والو طالبانو دډلې درې تنه جګپوړي قوماندانان د دغې ډلې له دريو تنوغړو سره ووژل شول.
ده وويل چې ددغوطالبانو دسپرلۍ په کاروان د ارګون ولسوالۍ بازار ته څېرمه بريد شوى دى .
ويل کيږي چې وژل شوي ډار اچوونکي په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت ووچې بريد پرې وشو.
سيمه ييزو مقاماتو د وسله والو طالبانو د ډلې د وژل شويو قوماندانانو د هويت په باره کې څه ونه ويل، خو وايي چې دغو قوماندانانو په پکتيکا کې په وروستيو نا آراميو او دلسګونو ډار اچوونکو پيښو په رامنځته کولوکې ستر رول درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته